بهرنیو چارو وزیر: تیر کال مو د سیاست ډګر کې پاخه ګامونه اېښې او روان کال به لا چټک شي
بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې وویل، د سیمې او ور ها خوا هېوادونو سره مو اړیکې او متقابلې همکارۍ دوام لري.
متقي د تیر کال لاسته راوړنې د متوازن او اقتصاد محوره سیاست زیږنده وګڼلې او زیاته یې کړه، د سیمې او نړۍ هېوادونو باور خپلول، ډېپلوماټېکو ماموریتونو پراختیا او د سترو بنسټیزو پروژو پیل کې عملي ګامونه د همدې متوازن او اقتصاد محوره پالیسۍ پایلې دي.
ښاغلي متقي له نورو هېوادونو سره د څو اړخیزو اړېکو وده او تور لېست څخه د اسلامي امارت مسولینو نوم لرې کول په بهرني سیاست کې د دغه وزارت مهمې لاسته راوړنې یادې کړې.
همداراز چین، متحده عربي اماراتو، ازبکستان، ترکیې، روسیې او پاکستان کې د سفیر کچې ته د ډېپلوماټیکو ماموریتونو سطحې لوړول او جرمني، ناورې، هند او اندنیزیا ته د ديپلوماټانو استول او نږدې وخت کې قزاقاستان ته د سفیر لیږل د یاد وزارت له نورو لاسته راوړنو وګڼل.
د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل، لوېدیځو هېوادونو سره د دوه او څو اړخیزو اړیکو پیاوړي کول او د ډيپلوماټیکو ماموریتونو پراختیا روان کال کې د یاد وزارت له مهمو موخو څخه دي.