یوه میاشت کې د اسلام کلا بندر له لارې ۷۱۱ زره کډوال هېواد ته راغلي

یوه میاشت کې د اسلام کلا بندر له لارې ۷۱۱ زره کډوال هېواد ته راغلي افغانستان
انځور ارشیف

د هرات ولایت د اطلاعاتو کلتور رئیس او کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېټې د اړیکو مسئول مولوي احمدالله متقي ویلي، تېره میاشت د هرات اسلام کلا بندر له لارې ۷۱۱ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي، چې له ډلې یې ۲۹۳ زره په خپله خوښه او ۴۱۷ زره یې په جبر ایستل شوي.

احمدالله متقي ویلي، دې موده کې یې ۶۸۴ زره کډوال خپلو سیمو ته انتقال کړي.

نوموړي ویلي، کډوالو ته بشري مرستې لکه ډوډۍ، نغدې پیسې، موقته مېشتېدنه، ټرانسپورټ او روغتیايي خدمات په منظم ډول روان دي.

د متقي په خبره، بېرته راستنېدونکو ته د استوګنیزو نمرو وېش تر څنګ هڅه کوي اړوند بنسټونو سره په ګډه د هغوی لپاره دایمي سرپناه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال له ایرانه هره ورځ له ۳۰ زرو زیات کډوال هېواد ته راستنیږي.

تړلي موضوعات