د صنعت او سوداګرۍ وزیر په کابل کې له خپل قرغزستاني سیال سره کتلي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د قرغزستان هیواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر امان گلدیف دانیار په مشرۍ د راغلي پانګوالو او خصوصي سکتور له غړو سره په کابل کې دوه اړخیزه ناسته کړې.
د خبرپاڼې له مخې په کتنه کې د افغان او قرغزستاني چارواکو تر منځ پر پانګونې ټینګار شوی او افغانستان د قرغزستان له لارې له چین سره د سوداګرۍ غوښتنه کړې.
د معلوماتو له مخې ښاغلي دانیار د چین قرغزستان او ازبکستان د اورګاډي پټلۍ پیلېدو ته په اشارې سره وویل چې افغانستان کولای شي د ازبکستان له لارې له دغې پټلۍ سره ونښلول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اقتصاد او سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ د قرغزستان د پانګوالو او د خصوصي سکټور د غړو په ګډون یوه پلاوي کابل ته سفر کړی، چې تیره ورځ ماښام مهال یې د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان موتقي سره کتلي دي.