روان کال ۱۲۲ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات شوي

روان کال ۱۲۲ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات شوي سوداګرۍ او اقتصاد
پاکستان ته تلوونکي د صادراتو موټر

د مالیې وزارت خبر ورکړی، چې روان کال لومړیو لسو میاشتو کې یو شمېر هېوادونو ته ۱۲۲ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات ترسره شوي دي.

مالیې وزارت همدارنګه زیاته کړې، چې د هېواد ګمرکونو کې سوداګرو ته رامنځته شویو اسانتیاوو او فساد سره جدي مبارزې له امله د افغانستان صادرات زیات شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې یادو صادراتو کې د ۴۳ میلیارده افغانیو په ارزښت میوې، د ۱۶ میلیارده افغانیو په ارزښت پنبه او د ۱۷ میلیارده افغانیو په ارزښت سبزیجات شامل دي، چې پاکستان، هندوستان او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.

مالیې وزارت مسؤلین وايي، وزارت تل هڅه کړې، چې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره په ګمرکي طي مراحلو کې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي، تر څو سوداګر په کمه موده کې د سوداګریزو توکو ګمرکي طي مراحل په اساني ترسره کړي.

تړلي موضوعات