د لیتیم کانونو د استخراج قرارداد لاسلیک لپاره په یوې جامع طرحې کار پیل شوی

د لیتیم کانونو د استخراج قرارداد لاسلیک لپاره په یوې جامع طرحې کار پیل شوی سوداګرۍ او اقتصاد
د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي

د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور تازه مرکه کې ویلي، چې په بدخشان، نورستان، بامیان، هلمند او هرات ولایتونو کې د لیتیم کانونه وجود لري، چې د دې کم پیدا فلز څخه د ګټې اخیستنې لپاره یوازې د نورستان معدن کولای شي، چې د ۱۰ میلیارد برقي موټرو لپاره بټرۍ تولید کړي.

ښاغلي دلاور د دغې مرکې په یوه برخه کې ویلي، چې افغانستان به تر راتلونکو پنځو کلونو د نفتو په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي په خبره یې، په سرپل ولایت کې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د نفتو د تصفیې یوې فابریکې جوړولو کارونه هم پیل شوي دي.

نوموړي په هېواد کې پانګونې ته کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته بلنه ورکړې، چې د نړۍ هر هېواد پانګوال کولای شي چې د جواز په ترلاسه کولو سره په افغانستان کې د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.

تړلي موضوعات