د پنجشېر د زمرد کانونو ۲۵۴۷ قیراطه نور زمرد پلورل شوي
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په پنجشیر ولایت د زمرد د پلور په ۱۵مه داوطلبۍ کې د ۹۴ زره ۸۰۰ ډالرو په ارزښت نور ۲۵۴۷ قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې تر دې مهاله یې په ۱۵ داوطلبیو کې د ۳میلیونه ۶۲۶ زره او ۸۰۰ ډالرو په ارزښت د پنجشېر ولایت ۵۰ زره ۲۲ قیراطه زمرد پلورلي دي.
د دې وزارت مسؤولینو له دې واندې ویلي، چې په پلورلکیدونکو زمردو کې ۱۰ سلنه د اسلامي امارت او پاتې ۹۰ سلنه یې د کان کیندونکو سهم دی.
دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال په پنجشېر کې د زمردو ۱۷۰۰ لوی او واړه کانونه تثبیت شوي، چې له ډلې یي په سلګونو کانونو کې لس زره پنجشېریان په کار کولو بوخت دي.