زېړوک ولسوالۍ څخه تر خوست پورې د سړک جوړولو پاتې چارې پیل شوې
د پکتيکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست خبر ورکړی، چې د دې ولايت له زېړوک ولسوالۍ څخه د خوست ولایت تر سپېرې ولسوالۍ پورې د سړک جوړېدو پاتې چارې پیل شوې.
یاد رياست د دې ولايت د ټولګټو چارو رياست له قوله ويلي، چې د دې سړک د جوړولو چارې لس مياشتې وړاندې پيل شوې وې، چې تر ٩٥ سلنې بشپړېدو وروسته يې چارې په ټپه ودرېدې او اوس یو ځل بیا پيل شوې دي.
د پکتیکا د ټولګټو رئیس مولوي محمد اکبر عادل وایي، د دغه سړک پاتې چارې به ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د يادونې وړ ده، چې د دغه سړک د جوړولو چارې د کورنيو چارو وزير خلیفه سراج الدين حقاني په شخصي لګښت ترسره کېږي.