د افغانستان بانک له مالي او بانکي بنسټونو سره ښې اړیکې غواړي

د افغانستان بانک له مالي او بانکي بنسټونو سره ښې اړیکې غواړي سوداګرۍ او اقتصاد
په اړونده برخو کې یې د همکارۍ ژمنه کړې ده

د افغانستان بانک رئیس ملا هدایت الله بدري د افغانستان لپاره د ایټالیا سفیرې ناتالیا او مل پلاوي سره په کتنه کې د هېواد په اقتصادي وضعیت، د افغانۍ ثبات ساتلو او بانکي سکټور وضعیت، اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او مالي شمولیت په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي بدري ویلي، د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې له ټولو هېوادونو، مالي او بانکي بنسټونو سره د غوره اړیکو غوښتونکي دي او تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې یې دغه اړیکې په ښه ډول پاللې دي.

بلخوا د ایټالیا سفیرې د افغانستان اقتصادي او پولي ثبات د ازرښت وړ یاد کړی او په اړونده برخو کې یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

تړلي موضوعات