د ټاپي پروژې د عملي چارو د پيل لپاره به پاتې چارې هم ژر بشپړې شي
د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور ټاپي پروژې له رئیس او په کابل کې د ترکمنستان سفیر سره په کتنه کې د ټاپي پروژې د پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.
شیخ شهاب الدین دلاور ویلي، د دغې پروژې کار په چټکۍ سره پر مخ روان دی او هڅه کوي، چې پاتې چارې یې هم ژر بشپړې او د دغې پروژې عملي چارې پیل شي.
نوموړي زیاته کړې، د یادې پروژې د مسیر د ځمکو استملاک او د ګازو نل لیکې د لارې د چاپېریال په پام کې نیول د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره په همغږي ترسره شي، تر څو چاپېریال ته زیان ونه رسېږي.
د ټاپي پروژې رئیس هم ویلي، چې د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او په نږدې راتلونکې کې د یادې پروژې د عملي کار پیل پر څرنګوالي باندې به بحث او خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د دې وزارت وزیر د افچین شرکت له مسؤلینو سره په کتنه کې هم د کانونو او پټرولیم وزارت، افچین کمپنۍ، د نفتو او ګازو امارتي شرکت یوه ګډه کمېټه د اړتیا پر وخت د بهرنیو انجنیرانو د ګمارنې، او تخنیکي چارو پرمخ وړلو په موخه جوړه کړې.