د روسيې ريل پټلۍ ادارې مرستیال کابل ته راغلی

د روسيې ريل پټلۍ ادارې مرستیال کابل ته راغلی سوداګرۍ او اقتصاد
د روسيې ريل پټلۍ ادارې مرستیال کابل ته راغلی

د اوسپنې پټلۍ ادارې خبر ورکړی، چې د روسیې د اوسپنې پټلۍ ادارې مرستیال ایلیا کازاکوف نن پنجشنبه کابل ته په سفر راغلی دی.

یادې ادارې ویلي، د روسې د اوسپنې پټلۍ مرستیال به د هېواد بهرنيو چارو وزارت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت سره تر لنډې ناستې وروسته د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ څلورمې قطعې د دوهمې برخې رغونې د تړون لاسلیکولو غونډه کې ګډون وکړي.

د هرات – خواف ریل پټلۍ افغانستان له ایران سره په سوداګریزه راکړه ورکړه کې نښلوي.

تړلي موضوعات