د پنجشېر نږدې ۶۵۰۰ قیراطه نور زمرد پلورل شوي
د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست وایي، د دې ولایت د کانونو ۶ زره ۴۹۳ قیراطه نور زمرد د ازادې داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.
دغه زمرد چې ټولیز قیمت یې ۱۸۵ زره او ۱۰۰ ډالره ښودل شوی پر یو شمېر ملي سوداګرو پلورل شوي دي.
د یادونې ده، چې دا مهال په پنجشېر کې د زمردو ۱۷۰۰ لوی او کوچني کانونه تثبیت شوي، چې له ډلې یې تر زرو د زیاتو کیدنې روانې دي، چې پکې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مهاله د شاوخوا ۳.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د پنجشېر زمرد د یوې شفافې پروسې له لارې په یو شمېر سوداګرو پلورل شوي دي.