د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه پرانېستل شوه

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه پرانېستل شوه سوداګرۍ او اقتصاد
دغه خونه د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د اسانتیاوو د زیاتوالي په موخه جوړه شوې ده

د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه د هرات مرستیال والي، قزاقستان سفیر او سوداګرۍ خونې رئیس په شتون کې په هرات ولایت کې پرانېستل شوه.

یادې سرچینې زیاته کړې، چې دغه خونه د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د اسانتیاوو د زیاتوالي په موخه جوړه شوې ده.

بلخوا به د دې خونې له لارې افغان او قزاقي سوداګر هڅه کوي، چې د خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو حجم زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل هڅه کړې، چې له سیمې او په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې او له دې لارې د هېواد صادراتو ته په بهر کې بازار موندنه وکړي.

تړلي موضوعات