نږدې راتلونکي کې به کابل د ترکمنستان، افغانستان او قزاقستان ترمنځ د درې اړخیزې غونډې کوربه وي
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د ترکمنستان جمهوریت یو لوړ پوړی پلاوی تېره ورځ کابل ته راغلی دی، په پام کې ده د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا په اړه خبرې وشي.
یاد وزارت زیاتوي، ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې به په کابل کې د ترکمنستان، افغانستان او قزاقستان تر منځ درې اړخیزه غونډه جوړه شي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، د اسلامي امارت واک ته په رسېدو د ګاونډیو هېوادونو له سوداګریزو او اقتصادي پلاويو سره ناستې لامل شوې، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ورځ تر بلې پراختیا ومومي.