ملا برادر: نندارتونونه د سوداګریزو اړیکو پراختیا او اقتصادي ودې لپاره مهم دي

ملا برادر: نندارتونونه د سوداګریزو اړیکو پراختیا  او اقتصادي ودې لپاره مهم دي سوداګرۍ او اقتصاد
د نني نندارتون انځور

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغان – قزاق نړېوال نندارتون په پرانېست غونډه کې وویل، دا په نږدې یو کال کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ دویم نندارتون دی چې ترسره کېږي.
ملا برادر اخوند زیاته کړه، چې نندارتونونه د دواړو هېوادونو د ګډو سوداګریزو اړیکو پراختیا او اقتصادي ودې لپاره اړین دي.

د نوموړي په خبره، په دې نندارتون کې به د دواړو هېوادونو تولیدات یو بل ته ورپېژندل شي او سوداګر به وکولای شي چې د تولیداتو او صنعت په برخه کې تړونونه لاسلیک کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې همداراز زیاته کړه، چې په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې ښه زمینه برابره شوې او له پانګوالو یې وغوښتل، چې له رامنځته شوي فرصت څخه استفاده وکړي.

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ ګډ نړېوال نندارتون د کابل په کوربتوب نن پیل شو، چې دوه ورځې به دوام وکړي. په دې نندارتون کې د دواړو هېوادونو شاوخوا ۸۰ شرکتونه شتون لري، چې بېلابېل تولیدات او توکي به نندارې ته وړاندې کړي.

د یادونې ده، چې دا په نږدې یو کال کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ دویم نندارتون دی چې پرانېستل کېږي، چې لومړی یې د قزاقستان پلازمېنه استانه او دویم اوس په کابل کې پرانېستل شو، چې په ترڅ کې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ ځیني تړونونه هم لاسلیک شي.
#حریت_راډيو

ویب سایټ: https://hurriyat.net
واټساپ چېنل لېنک: https://whatsapp.com/channel/0029VaNGcTeEKyZNETeJj72z…
ټلیګرام لېنک: https://t.me/HurriyatPa

تړلي موضوعات