د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه وشوه

د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه وشوه سوداګرۍ او اقتصاد
د ګډې تخنیکي کمېټې په جوړولو خبرې او هوکړه وشوه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ، د ترکمنستان مرستیال ولسمشر چاکی اف او قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین او ورسره مل پلاوي ترمنځ درې اړخیزه غونډه ترسره شوه.

په دې ناسته کې له جنوب سره د شمالي اسیا اتصال، درېیو هېوادونو کې د ټرانزیټي او ټرانسپورټي بیو کمولو او د خبرو د دوام لپاره د ګډې تخنیکي کمېټې په جوړولو خبرې او هوکړه وشوه.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په دوه اړخیزه ناسته کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ په تورغونډۍ کې د ګډ ستر لوژیستیکي مرکز جوړولو، د افغانستان اوسپنې پټلۍ پراختیا، له ترکمنستان څخه افغانستان ته د نفت او ګازو انتقال کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو، د افغانستان صادارتي او ټرانزیټي توکو پر وړاندې د ستونزو حلول، د دواړو هېوادنو ترمنځ بانکي اړیکو په پیاوړتیا او په ترکمنستان کې د افغانستان پر سوداګریزو او ټرانزیټي توکو د لګښتونو کمولو په اړه خبرې شوې وې.

تړلي موضوعات