هلمند کې لسګونو یتیمانو ته ښارګوټی جوړیږي

هلمند کې لسګونو یتیمانو ته ښارګوټی جوړیږي بیارغونه او پراختیا
د قطر د شاهي کورنۍ د خیریه بنسټ په مالي لګښت پر ۲۷۲ جریبه ځمکه جوړېږي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم له مخې د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ اړوند دولتي پوهنتون سیمه کې ۵۰۰ یتیمانو ته د معیاري او د ژوند له ټولو اسانتیاوو نه برخمن ښارګوټي د جوړېدو چارې پیل شوې.

د یاد وزارت د خبر له مخې دغه ښارګوټی د قطر د شاهي کورنۍ د خیریه بنسټ په مالي لګښت پر ۲۷۲ جریبه ځمکه جوړېږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیر الله خیرخوا د دې پروژې د پرانیستې مراسمو کې په قطر سربېره له نورو  هېوادونو او خیریه بنسټونو څخه غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

ویل کېږي چې دغه ښارګوتی د کورونو ترڅنګ ښوونځی، مدرسه، وړکتون، روغتون، جومات او پارک لري، چې تخنیکي کارونه یې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري پرمخ وړل کېږي.

تړلي موضوعات