کابل کې افغان – قزاق نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

کابل کې افغان – قزاق نړیوال نندارتون پای ته ورسېد سوداګرۍ او اقتصاد
د سوداګرۍ د ودي او پراختیا په موخه جوړ شوی و، پای ته ورسېد

د پلازمینې کابل په کوربتوب د افغان – قزاق دوه ورځنی نړېوال نندارتون چې د افغانستان او قزاقستان د لوړپوړو چارواکو، مسئولینو او ډيپلوماټانو، شرکتونو او پانګوالو په شتون کې دوه ورځې وړاندې پرانیسل شوی و، پای ته ورسېد.

دغه نندارتون د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا او لا ښه کېدو، په سیمه ییزه کچه د اقتصادي انزوا له منځه وړلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودي او پراختیا په موخه جوړ شوی و، پای ته ورسېد.

په دغه نندارتون کې د کرنې، کانونو، سوداګرۍ، بانکي، ټکنالوژۍ او مخابراتو په ګډون د ۱۳ سکټورونو شاوخوا ۸۰ شرکتونو ګډون کړی و او خپل تولیدات او محصولات یې په کې نندارې ته ايښې و.

په یاد نندارتون کې د ګډون کوونکو شرکتونو لپاره د  B2B ناستو لپاره د زمینې برابرول هم شامل و، چې په ترڅ کې یې د شرکتونو استازو ترمنځ ځیني هوکړې هم وشوې.

تړلي موضوعات