کابل کې د شاواخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت درې پروژې پیل شوې
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال له لوري په پلازمېنه کابل کې د ښاروالۍ درې مهمې پروژې د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت پرانېستل شوې.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې ملا عبدالغني برادر اخوند په دې پروژو کې، د خیرخانې کوتل سړک د دویم لاټ چارې، له شهید څلورلارې تر قصبې د سړک لومړۍ برخې او د هوايي ډګر له څلورلارې تر ګمرک پورې د سړک د جوړولو پروژې پرانېستلې دي.
ښاغلي ملا برادر اخوند د یادو پروژو د پرانېستو پر مهال ویلي، چې کابل ښاروالي د ښار د ښکلا او منظموالي په موخه ډیرې هڅې کوي چې په ترڅ کې یې د پخوا په پرتله د ښار بڼه منظمه او چارې یې ستایي.
اقتصادي مرستیال دغه راز له هیوادوالو غوښتي، چې د ټول ګټو پروژو په ساتلو کې له حکومت سره همکاري وکړي.
د یادونې ده، چې ملا برادر اخوند د یادو پروژو د پرانېستو په مراسمو کې د کابل ښاروالۍ مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې یادې پروژې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره بشپړې کړي.