هرات کې د درملو د تولید فابریکه پرانیستل شوه

هرات کې د درملو د تولید فابریکه پرانیستل شوه بیارغونه او پراختیا
یو شمېر نورې عام المنفعه پروژې هم پرانیزي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د درملو د تولید فابریکې پرانیستل کېدو ترڅنګ یو شمېر نورې عام المنفعه پروژې هم پرانیزي.

د معلوماتو له مخې د افغان میډیسن د درملو تولید دغه فابریکه د خصوصي سکټور له خوا د ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړه شوې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه خبر کې ویلي، چې هرات ولایت ته د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سفر په ترڅ کې به د هرات پاشدان بند پاتې چارو پرانیسته هم وشي.

د پاشدان بند د دوه میګاواټه برېښنا د تولید او ۵۰ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ترڅنګ د ۱۳ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري.

تړلي موضوعات