ا.ا د طبیعي سرچینو د مدیریت لپاره قوي هوډ او د عمل نیت لري

ا.ا د طبیعي سرچینو د مدیریت لپاره قوي هوډ او د عمل نیت لري بیارغونه او پراختیا
افغانستان یې له ډېرو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د هرات ولایت د پاشدان بند د پاتې چارو د پیل په مراسمو کې ویلي، اسلامي امارت د هېواد په کچه د هغو بندونو ارزونه ترسره کړې، چې کارونه یې نیمګړي پاتې وو.

ملاعبدالغني برادر اخوند ویلي، اسلامي امارت د هېواد په ځان بیساینې، ټولنیز او اقتصادي پرمخګ لپاره د نورو برخو ترڅنګ د طبیعي سرچینو د مدیریت لپاره قوي هوډ او د عمل نیت لري او په دې برخه کې یې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ښه زمینه برابره کړې ده.

ښاغلي برادر زیاته کړې، د تېرو دوو لسیزو ناخوالو او اقتصادي بې ثباتي او اقلیمي بدلون له امله اوښتي زیانونه هغه لاملونه دي، چې افغانستان یې له ډېرو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.

نوموړي پاشدان بند د هرات لپاره مهمه او حیاتي پروژه بللې او ډاډ یې ورکړی، چې اسلامي امارت پخپل ټول توان سره د یادې پروژې بشپړولو ته ژمن دی. 

د یادونې وړ ده، چې د هرات د پاشدان بند د دوه میګاواټه برېښنا د تولید او ۵۴ میلیونه متر مکعب اوبو ذخیره کولو ترڅنګ د ۱۳ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري.

تړلي موضوعات