هرات کې د کیمیاوي سرې تولیدي شرکت فعالیت پیل کړ

هرات کې د کیمیاوي سرې تولیدي شرکت فعالیت پیل کړ سوداګرۍ او اقتصاد
۲۲۵ کارکوونکو ته د کار زمینه هم پکې برابره شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې په هرات کې لومړی ځل د فیضي رحیمي په نوم د کیمیاوي سرې تولیدي شرکت په فعالیت پیل وکړ.

د هرات د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي محمدبشیر سیرت د دې شرکت د پرانیستې پرمهال ویلي، هرات کې پر ۵۰ زره جریبه ځمکه د نوي صنعتي ښارګوټي د جوړولو چارې روانې دي، چې په بشپړېدو به یې د پانګوالو او صنعت کارانو د ځمکو د کمښت ستونزه هم حل شي.

د معلوماتو له مخې د کیمیاوي سرې په یاد تولیدي شرکت ۵۴۰ زره ډالره پانګونه شوې، چې د  ۸ ډوله سرې پر تولید سربېره ۲۲۵ کارکوونکو ته د کار زمینه هم پکې برابره شوې.

د یادونې ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو، بشپړ امنیت ټینګښت او د فساد له منځه تلو وروسته پانګونې ته لېوالتیا زیاته شوې، چې د شا و خوا ۱۳ دولتي شرکتونو سربېره ګڼو خصوصي تولیدي شرکتونو هم بېرته فعالیت پیل کړی او ګڼ نوي تولیدي شرکتونه پرانیستل شوي دي.

تړلي موضوعات