د ترکمنستان سوداګریز او اقتصادي پلاوي افغانستان ته سفر کړی

د ترکمنستان سوداګریز او اقتصادي پلاوي افغانستان ته سفر کړی سوداګرۍ او اقتصاد
د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ وده بلل شوې ده

د ترکمنستان سوداګریز او اقتصادي پلاوی د افغانستان او ترکمنستان د سوداګرۍ د ودې په موخه هرات ته راغلی.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې دغه لوړ پوړي پلاوي د ترکمنستان د سوداګرو او صنعتکارانو د اتحادیې د رئیس  نوکر قلي اناقلي اف په مشرۍ نن شنبې هرات ته سفر کړی.

د معلوماتو له مخې، د دې پلاوي د سفر موخه د سوداګریز بیلانس تامینول، بېلا بېلو برخو کې د تړونونو لاسلیکول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ وده بلل شوې ده.

د یادولو ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي تر دې وړاندې ویلي و، چې سویلي اسیا ته د روسیې د تېلو لېږدولو په موخه له ترکمنستان او قزاقستان سره د افغانستان په لوېدیځ کې د یوه لوجیسټیکي مرکز په جوړولو هوکړې ته رسېدلي دي.

تړلي موضوعات