وري میاشت کې د ۱۶.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۹ پروژې پرانیستل شوې

وري میاشت کې د ۱۶.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۹ پروژې پرانیستل شوې بیارغونه او پراختیا
تر ۲ زره زیاتو کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند له لوري د روان کال په وري میاشت کې د ۱۶.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۹ پروژې پرانیستل شوې دي.

یاد معاونیت په یوه ویډیو کې ویلي، د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ پروژې د څلورمې برخې دویم فاز جوړول او د اوسپنې ویلي کولو کارخانې هم په دغو پروژو کې شاملې دي، چې تر ۲ زره زیاتو کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې.

په کابل او هلمند کې د سوداګریزو مارکیټونو جوړول، د کابل سروبي د لمریزې برېښنا د تولید پروژه، هرات کې د دوو سب سټېشنونو جوړول، د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا لین انتقال او یو شمېر نورې مهمې پروژې دي، چې د وري په میاشت کې پرانیستل شوې دي.

تړلي موضوعات