کونړ کې د ۱۶۲ بېلا بېلو پروژو چارې بشپړې شوې

کونړ کې د ۱۶۲ بېلا بېلو پروژو چارې بشپړې شوې بیارغونه او پراختیا
د بشپړې همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی دی

د کونړ سیمه ییز مسولین وايي، دا په څوکۍ او ناړۍ ولسوالیو کې د څه باندې ۲۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۶۲ پروژو چارې وې، چې مالي لګښت یې یونپس موسسې ورکړی دی.

د چارواکو په وینا، دغه پروژې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شوي، چې د کانالونو جوړول او پاکول، د سړکونو رغول ، د پلونو جوړول او نورې بېلا بېلې رغنیزې پروژې شاملې دي.

بلخوا د کونړ د اقتصاد ریاست مسئولینو مرستندویه مؤسساتو ته د بشپړې همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی دی.

تړلي موضوعات