د اوبو د مدیریت هڅې؛ غزني کې هم لس چک دېمونه جوړ شول

د اوبو د مدیریت هڅې؛ غزني کې هم لس چک دېمونه جوړ شول بیارغونه او پراختیا
له نیماي زیات یې جوړ او پر پاتې نورو یې کار روان دی

د اوبو او انرژۍ وزارت تازه ویلي، غزني کې یې د اوبو مدیریت، ځکمې لاندې اوبو ذخیرې پیاوړتیا او د سېلابونو د مهار په موخه لس کوچني بندونه جوړ کړل.

ددغو چک ډېمونو ټولیز لګښت ۴۰ میلیونه افغانۍ دی چې د غزني بېلا بېلو سیموکې جوړ او تېره ورځ د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر له لوري یې پرانېسته وشوه.

اسلامي امارت د اوبو مدیریت په موخه د یو شمېر لویو بندونو ترڅنګ پر ۴۶۰  چک دېمونو کار پیل کړی، چې له نیماي زیات یې جوړ او پر پاتې نورو یې کار روان دی.

تړلي موضوعات