میدان وردګو کې د قره قل اوبو بند پرجوړولو کار پیل شو

میدان وردګو کې د قره قل اوبو بند پرجوړولو کار پیل شو بیارغونه او پراختیا
د میدان وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍ قره قل د اوبو بند

د اوبو او برښنا وزارت ویلي، د اوبو دا ذخیروي بند، چې ټول مالي لګښت یې ۷،۳ میلیونه افغانۍ دی، د میدان وردګو بهسود ولسوالۍ مرکز کې جوړیږي.

د سرچېنې د مالوماتو له مخې دا بند د ۷ متره لوړوالي او ۸۴ مترو په اوږدوالي سره کولی شي ۷۰ زره متر مکعب اوبه ذخېره کړي.

د قره قل بند په جوړېدو به د بهسودو ولسوالۍ اوبه مدیریت شي، کرنیزو ځمکو د خړوب سربېره به د ځمکې لاندې اوبه تقویه او د باراني اوبو د زېرمه کولو لپاره به ګټور تمام شي.

وړاندې تر دې هم د میدان وردګو ولایت په پنځو ولسوالیو کې، پنځه ذخېروي بندونه جوړ شوي او ټاکل شوې چې روان کال کې به بهسودو، بهسودو لومړۍ حصې او دایمیرداد ولسوالیو کې ذخېروي بندونه جوړ شي.

تړلي موضوعات