حکومت د غور ولایت سېلاب ځپلو لپاره ښارګوټی جوړوي
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، چې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر غور ولایت ته د سفر په ترڅ کې د «سېلاب ځپلو» ښارګوټي د بنسټ ډبره کېښوده.
ملابرادر اخوند د دغې ښارګوټې د پرانیستي پرمهال ویلي، چې لومړي پړاو کې به یاد ښارګوټي کې د اسلامي امارت له لوري سېلاب ځپلو ته ۲۰۰ کورونه جوړ شي.
اقتصادي مرستیال غور ولایت کې وروستۍ طبیعي پېښې لویه فاجعه بللې او له خیریه بنسټونو، سوداګرو او پانګوالو یې غوښتي، چې له زیانمنو سره مرستې وکړي.
د یادولو ده، چې ملاعبدالغني برادر د غور ولایت سېلاب ځپلو وضعیت ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر کړی، چې هلته یې له سیمه ییزو مسئولینو، قومي مشرانو او سېلاب ځپلو سره لیده کاته او خبرې کړې دي.