کندهار کې د بې سرپناه کورنیو لپاره ښارګوټی جوړېږي

کندهار کې د بې سرپناه کورنیو لپاره ښارګوټی جوړېږي بیارغونه او پراختیا
د کندهار ولایت شهیدانو څلور لارې

د کور او ښارجوړولو وزارت خبر ورکړی، چې د دایمي اوسېدو لپاره د ځمکو د وېش کمېټې خپله ناسته کې د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ کې د بې سرپناه کورنیو لپاره د ښارګوټي جوړولو پرېکړه کړې.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د دې وزارت د وزیر شیخ حمدالله نعماني کمېټه کې شاملو وزارتونو او ادارو ته دنده سپارلې چې دې برخه کې دې خپل- خپل کارونه ترسره کړي.

ټاکل شوې راتلونکې اونۍ به د یاد ښارګوټي د خط اچونې لړۍ پیل او د څښاک اوبو او هوار کاري لپاره به لومړني اقدامات پیل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت زیاته کړې، چې په کم وخت کې به یاد ښارګوټی د ژوند کولو لپاره چمتو شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت مسئولینو څه موده وړاندې هلمند ولایت کې هم د بې سرپرسته ماشومانو لپاره د ښارګوټي له جوړولو خبر ورکړی و.

تړلي موضوعات