منځنۍ اسیا ته د هېواد د صادراتو کچه دوه برابره شوې
د هرات تورغونډۍ سوداګریز بندر مسئولین وايي، تېر کال به د دې بندر له لارې په ورځني ډول ۱۵ لارۍ افغاني محصولات منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادرېدل، خو اوس دا کچه تر دېرشو لاریو لوړه شوې ده.
هرات چې د افغانستان یو له صنعتي ښارونو دی، تر ډېره یې غیري الکولي څښاکي یا مشروبات منځنۍ اسیا ته صادرېږي.
تور غونډۍ هرات ولایت اړوند سوداګریز بندر دی، چې منځنۍ اسیا له افغانستان، فارس خلیج او جنوبي اسیا سره نښلوي.