د افغانستان او ایران ترمنځ کلنۍ راکړه ورکړه زیاته شوې

د افغانستان او ایران ترمنځ کلنۍ راکړه ورکړه زیاته شوې سوداګرۍ او اقتصاد
د افغانستان او ایران ترمنځ د دوغارون سوداګریزه لار

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان او ایران تر منځ د دوغارون کرښې له لارې راکړه ورکړه تر درې ملیارده ډالرو زیاته شوې ده.

د ایران خراسان رضوي ولایت مسئولین وایي، چې په ورځنۍ توګه شاوخوا ۱۲۰۰ په سوداګریزو توکو بار موټر د دواړو هېوادونو تر منځ له دې لارې تګ راتګ کوي.

ایراني مسئولینو دوغارون لاره له افغانستان سره له مهمو سوداګریزو لارو ښودلې او وایي، چې د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو پر ټرانزیټ سربېره، د پاکستاني او هندوستاني سوداګرو سوداګریز توکي هم له دې لاري ټرانزیټ کېږي.

د یادولو وړ ده، چې د اسلامي امارت تر واکمنېدو او د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګریزو بنسټونو پلاوي تګ راتګ وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

تړلي موضوعات