د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د غځولو پروژه پرانېستل شوه
د برېښنا برخه کې د مهمو پروژو پرانېسته وشوه، چې د افغانستان په دولس ولایتونو کې به شپږ میلیونه کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.
نن د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې د شبرغان څخه تر الوان دښتې او له الوان دښتې بیا د کابل ولایت تر ارغندۍ سیمې پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د غځولو پروژو چارې پیل شوې.
په دې اړه مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، چې اسلامي امارت له ترکمنستان څخه د راتلونکې برېښنا د پاتې چارو د بشپړولو قراردادونه له شبرغان څخه تر الوان دښتې پورې له افغان انویسټ شرکت او له الوان دښتې بیا د کابل تر ارغندۍ سیمې پورې له عوفي بهرام شرکت سره لاسلیک کړي دي.
ښاغلي ملا برادر زیاته کړه، چې د دې پروژو په بشپړېدو سره به هېواد ته د برېښنا په دې مزي کې دسلګونو مېګاواټه برېښنا د انتقال زمینه برابره شي او له کابل څخه د هېواد جنوبي ولایتونو ته د غځېدلو مزو له لارې به د برېښنا انتقال تامین کړي، چې افغانستان به یوازې د وارداتي برېښنا د قیمتونو په برخه کې په کلني ډول له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیاته سپما ولري.