نږدې راتلونکي کې به د زابل تورې بند چارې بشپړې شي
د ملي پراختيا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل د زابل ولايت تورې بند څخه د ليدنې پر مهال ويلي، چې د تورې بند چارې ٧٥ سلنه بشپړې شوې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به يې پاتې کارونه هم بشپړ او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.
ښاغلي عادل له دې بند څخه د ليدنې پر مهال هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې د دې بند چارې په لوړ کيفيت ترسره کېږي.