سبا د سترې اقتصادي پروژې ټاپي چارې پیلېږي!

سبا د سترې اقتصادي پروژې ټاپي چارې پیلېږي! بیارغونه او پراختیا

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند تر منځ د ګازو د نل لیکې سترې پروژې ټاپي چارې به سبا د افغانستان هرات ولایت کې په رسمي ډول پیل شي.

د اقتصادي چارو شنونکي د ټاپي پروژې پیل د اسلامي امارت لویه لاسته راوړنه ګڼي او زیاتوي، چې اسلامي امارت افغانستان د اقتصادي فرصتونو په ډګر بدل کړ او ورځ تر بلې افغانستان کې لویې سیمه ییزې اقتصادي پروژې پیلېږي، چې دا د هېواد د ښې سبا زېري دي.

ټاپي پیل لپاره په زرګونو شپې سبا شوې، خو اوس د افغانستان خاوره کې د دې په خیال بدلې شوې پروژې چارو پیل په حقیقت بدلېږي او دا نل لیکه به له کلونو انتظار وروسته د افغانستان پر سینه مزل پیل کړي.

ټاپي د افغانستان لپاره ګڼې اقتصادي ګټې لري، چې د افغانستان لپاره تر ټول ستره اقتصادي پروژه بلل کیږي ۱۸۴۰ کیلومټره اوږدوالی لري، چې له دې ډلې یې د ترکمنستان خاوره کې ۲۱۴کیلومټره رغول شوې او افغانستان کې به یې چارې سبا ورځ پیل شي.

ټاپي نل لیکه په کلني ډول د ۳۳میلیارد متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت لري، چې له دې ډلې به یې ۵میلیارد مترمکعب افغانستان او پاتې نور به په مساويانه ډول د پاکستان او هند ترمنځ ووېشل شي.
د لس میلیارد ډالرو په ارزښت دغې پروژې څخه به افغانستان په کلني ډول ۴۵۰میلیونه ډالر د ټرانزېټ فیس په توګه ترلاسه کړي او همدارنګه به زرګونو افغانانو ته به د کار زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د ټاپي پروژې د چارو پیل لپاره هرات ولایت کې ځانګړي مراسم پلان شوي، چې هلته سبا ورځ عمومي رخصتي اعلان شوې، چې هم مهاله به ورسره د ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو چارې هم پیل شي.

تړلي موضوعات