د پکتیا ځاځي اریوب کې یو روغتیایي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د شهید حبیب الرحمن په نوم دغه روغتون چې شاوخوا ۵۶ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي له لوري پرانېستل شو.
په عصري وسایلو سبمال دغه روغتون د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ لرې پرته سیمه سرګل کلي کې د حاجي سلیمان صالح د کورنۍ له لوري په شخصي لګښت جوړ شوی دی.
د عامي روغتیا وزیر دغه اقدام په یاده سیمه کې د ولسوونو د هوساینې لپاره یو ستر نوښت او اړین ګام یاد کړ، چې د روغتیا په برخه کې به ولسونو لپاره په بې سارې توګه روغتیایي خدمات وړاندې شي.
مولوي نور جلال جلالي ویلي، اسلامي امارت ژمن دی چې د هېواد ابادۍ هېوادوالو ته د اسانتیاوو برابرېدو او د هېواد د رغونې په برخه کې هر خیریه فعالیت ملاتړ وکړي.
د یادونې ده، چې دغه روغتون د حاجي سیلمان په نوم یو کس له لوري چې له امریکا څخه هېواد ته راغلی د ۵۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ کړی، چې د کابینې د یو شمېر غړو په شتون کې پرانېستل شو.