پنجشېر کې د سیند پر غاړو د استنادي دېوالونو جوړېدو پروژه پیل شوه
د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، دا څلور پروژې د پنجشیر ولایت په څو ولسوالیو کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د دې وزارت وزیر مولوي عبدالطیف منصور د دې پروژو د پرانېستو په مراسمو کې ویلي، چې دغه وزارت په پام کې لري په راتلونکي کې هم په دې ولایت کې لا زیاتې پروژې پلي کړي.
ښاغلي منصور دغه راز په هېواد کې د اسلامي نظام حاکمیت یو الهي نعمت بللی او له خلکو یې وغوښتي، چې د دغه نظام د دښمنانو د تبلیغاتو پر وړاندې با خبره و اوسي.
په عین حال کې مسؤلینو ویلي، چې د دغو پروژو د پلي کولو پر مهال به زرګونو کسانو ته د کار د زمینې د برابرېدو ترڅنګ په راتلونکې کې ۲ زره کورنۍ د سېلاب له زیان خوندي شي.
د یادونې ده، چې دغه پروژې د پنجشیر ولایت په عنابې، شتل، رخې او درې ولسوالیو کې د سړک، استوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو د ویجاړېدو د مخنیوي په موخه پلي کېږي.