روان کال د آمو نفتي حوزه کې ۲۵ نوې څاګانې فعالېږي؛ ورځنی استخراج به له ۲ زرو تر ۳ زرو ټنو شي
اقتصادي معاونیت لخوا خپره شوې ویډیو کې ویل شوي، چې د نفتو ۲۵ نورو څاګانو له فعالېدو سره به د آمو حوزې ورځنی استخراج له ۲ تر ۳ زرو ټنو پورې ورسېږي.
دغه معاونیت زیاتوي، د انرژۍ سکتور وده او پیاوړتیا یې لومړیتوبونه دي او غواړي چې د کورنیو سرچېنو پرمټ هېواد ځان بسیاینې پر لور بوځي.
اسلامي امارت د آمو حوزې د نفتو استخراج پیل کړی، چې دا مهال یې په نورمال ډول د استخراج چارې روانې دي.
په خپره شوې ویډیو کې همدارنګه ویل شوي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت په پلان کې لري چې د آمو سیند نفتي حوزه کې ۲۵ نورې څاګانې هم فعالې کړي، چې له جملې ۱۸ نوې کیندل کیږي د دوو اکتشافي چارې پیلیږي او پنځه یې بیارغونې ته اړتیا لري.
د یادونې وړ ده، چې د آمو دریا نفتي حوزه دا مهال ۲۴ څاګانې لري او په ورځني ډول ۱۳۵۰ ټنه نفت ترې استخراجېږي چې په هېواد کې له پروسس وروسته د بازار یوه اړتیا پوره کوي.