قزاقستان کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو نندارتون پرانېستل شو
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړېکو پراختیا په موخه د دې هېواد الماتا ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو نندارتون پرانېستل شو.
د دې نندارتون د پرانېستې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي له قزاقستان غوښتي، چې د افغانستان صادراتو ودې او په سېمه کې د افغانستان باکیفیته تولیداتو او محصولاتو ته لاسرسی اسان او لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
بلخوا د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین افغانستان په سویلي او مرکزي اسیا کې مهم سوداګریز شریک بللی او ټینګار یې کړی، چې قزاقستان افغانستان سره د سوداګریزو، اقتصادي، ټرانسپورټي ، لوژیستکي او انرژۍ برخو کې اړېکو ساتلو ته لېواله دی.
د یادونې ده، چې دې درې ورځني نندارتون کې د افغانستان بېلا بېلو تولیداتو لپاره له ۷۰ زیاتې غرفې ځانګړې شوې دي.