چابهار بندر د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت دی
اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د چابهار بندر په اړه ویلي، د هند او ایران له لوري پر چابهار بندر پانګونه د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت دی، څو اقتصادي بحران څخه راووځي.
مولوي ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي غږیز کليپ کې ویلي، افغانستان له ګاونډیو په ځانګړي ډول د سیمې هېوادونو سره د ښو اقتصادي اړېکو غوښتونکی دی.
ښاغلي مجاهد چابهار بندر د افغانستان د اقتصاد بیارغونې او پیاوړتیا لپاره غوره فرصت بللی دی.
نوموړي ټېنګار کړی د سیمې هېوادونو سره یې اقتصادي اړېکې غښتلې شوې او هیله یې څرګنده کړې، چې ډېپلوماټیکې اړیکې هم جوړې څو موجوده ستونزې او د باور فضا رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو کلونو په پرتله دا مهال افغانستان د پاکستان پر ځای تر ډېره پر چابهار بندر صادرات او واردات ډېر کړي ده.