د سالنګونو چارې دې په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې شي
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني د سالنګونو لویې لارې له کاري پروسې څخه لیدنه کړې.
دې کتنه کې اقتصادي مرستیال قراردادي شرکتونو ته د دې ملي پروژې د کار غوره کیفیت او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، د هېواد ابادۍ لپاره باید ټول په ګډه کار وکړو.
د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې کار د ټولګټو وزارت تر څارنې لاندې د خصوصي سکټور له لوري په درېیو برخو کې پر مخ وړل کیږي.
دا مهال د یادې لارې له تونل څخه تر ۱۶مې ګالرۍ پورې د سي ټي بي او کانکرېټ اچونې کار بشپړ شوی او په شمالي او جنوبي سالنګ کې د ۱۰ ګالریو د بیارغونې کار دوام لري.
د یادونې ده، چې د یادو ګالریو پر بیارغونې سربېره شمالي سالنګ کې د خنجان – دوشي سړک د سفالټ اچونې چارې هم دوام لري.