د نيمروز ولايتي روغتون جوړولو چارې نږدې ٩٨ سلنه بشپړې شوې
د نیمروز ولایت رسنیو مرکز خبر پاڼه کې راغلي، د نیمروز ولایتي روغتون د جوړولو چارې نږدې ۹۸ سلنه بشپړې شوې او ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د ولایت مقام په سپارښتنې سره د ياد روغتیایي مرکز د جوړولو چارې ګړندۍ شوې او راتلونکې میاشت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
خبر پاڼه کې د مسؤلینو له قوله لیکل شوي، دغه روغتون ۱۰۰ بسترونه لري چې د مسؤلینو په هڅو به یې چارې په معیاري ډول سرته ورسېږي.
د یادولو ده چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره روغتیايي سکتور ته ځانګړې پاملرنه شوې او تر ډېره په هغو سېمو کې روغتیايي مرکزونه جوړ شوي چې پخوا یې اوسېدونکو د عادي درملنې لپاره هم اسانتیاوې نه درلودې.