قزاقستان ته د اسلامي امارت د تللي پلاوي لاسته راوړنې څه دي؟

قزاقستان ته د اسلامي امارت د تللي پلاوي لاسته راوړنې څه دي؟ سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ارشیف

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد قزاقستان ته د اسلامي امارت د تللي پلاوي لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړلې.

 

مولوي ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي، قزاقستان ته د اسلامي امارت تللي پلاوي، د سوداګرۍ صنعت، کانونو، لوژستیک، کرنې، مخابراتو، روغتیا، لوړو زده کړو او بشري مرستو په برخو کې د همکاریو د لار نقشه لاسلیک کړې ده.

 

ښاغلي مجاهد ویلي، دې سفر کې قزاقستاني لوري د تورغونډۍ – هرات، کندهار – سپین بولدک او مزارشریف – خرلاچې اوسپنې پټلۍ جوړولو پروژو کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی.

 

دغه راز قزاقستاني لوري هرات کې د یو سوداګریز او ټرانزیټي مرکز د جوړولو لپاره همکارۍ ترڅنګ د افغانستان وارداتي او صادراتي توکو ټرانزېټ لپاره د اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی.

 

نوموړي زیاته کړې، دواړو هېوادونو د قزاقستان په خارګوس بندر کې د افغانستان د سوداګریزو توکو لپاره د یوه لوژستیکي مرکز او د قزاقستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانستان د تولیداتو لپاره د نندارتونونو په جوړولو، دې هېواد ته د افغانستان د تازه مېوو په ځانګړې ډول د انارو د صادراتو او د افغانستان پنبې د پېرلو په اړه هوکړې کړې دي.

 

دې سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۱۰۰میلیونه ډالرو په ارزښت قرار دادونه هم لاسلیک شوي دي.

تړلي موضوعات