د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو اړیکو د جوړولو هڅه کوو

د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو اړیکو د جوړولو هڅه کوو سوداګرۍ او اقتصاد
اسلام اباد کې د اسلامي امارت سفیر د مالدیف سفیر سره په کتنه کې

اسلام اباد کې د مالدیف سفیر محمد طه پاکستان کې د اسلامي امارت سفیر سردار احمد شکېب سره کتنه کې ویلي، هېواد یې هڅه کوي د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا سره ټرانزیټي او سوداګریزې اړیکې جوړې کړي.

 

محمد طه دې کتنه کې ویلي، هېواد یې د یو مسلمان او ورور په توګه افغانستان سره د نږدې او پیاوړو اړیکو غوښتونکی دی.

 

بلخوا سردار احمد شکېب ویلي، افغانستان ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او اسلامي امارت هڅه کوي اقتصاد محوره سیاست سره افغانستان د سیمه ییز اتصال د وصل په نقطه بدل کړي.

تړلي موضوعات