د افغان ـ ازبیک ګډ سوداګریز بازار ستونزې به حل شي

د افغان ـ ازبیک ګډ سوداګریز بازار ستونزې به حل شي سوداګرۍ او اقتصاد
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د افغان ازبیک ګډ سوداګریز بازار څخه د لیدنې پر مهال

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي دا ژمنه د افغانستان او ازبکستان ګډ سوداګریز بازار څخه د لېدنې په مهال وکړه.

 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، ښاغلي عزیزي دې لیدنه کې د دې بازار مسئولینو سره د کلیدي موضوعاتو په اړه او ددې ګډ بازار د جدي اړتیا وو پر حل ټېنګار کړی.

 

د صنعت سوداګرۍ وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې یواځې د ستونزو ذکر شوی خو دا چې د دې ګډ بازار هټېوال له څه ډول ننګونو او یا خنډونو سره مخ دي په اړه یې وضاحت نه دی ورکړل شوی.

 

خبر پاڼه کې همداراز راغلي چې صنعت او سوداګرۍ وزیر د دې ګډ سوداګریز بازار هټیوالو ته ډاډ ورکړی چې د دوی ستونزو حل ورته لومړیتوب لري.

تړلي موضوعات