سږ کال افغانستان له ۴۰ څخه تر ۵۰ ټنه زعفران تولید کړي

سږ کال افغانستان له ۴۰ څخه تر ۵۰ ټنه زعفران تولید کړي سوداګرۍ او اقتصاد
د افغانستان زعفران

د افغانستان زعفرانو ټولنه وایي، د تېرو کلونو په پرتله روان کال کې د زعفرانو کرکېله د پام وړ زیاته شوې او روان کال ټول هېواد کې له ۴۰ څخه تر ۵۰ ټنو زعفران تولید شوي دي.

 

د افغانستان زعفرانو ټولنې مرستیال سید عبدالواحد سادات حریت راډیو ته ویلي، هېواد کې د زعفرانو د تولید زیاتېدو سربېره یې د تېرو کلونو په پرتله کیفیت هم ښه شوی دی.

 

ښاعلي سادات زیاته کړې، روان کال د هېواد زعفران تر دېره اروپایي هېوادونو، امریکا، چین، هند، سعودي عربستان او عمان ته صادر شوي دي.

 

د یادونې ده، چې افغانستان تر ایران وروسته نړۍ کې د زعفرانو لوی تولیدونکی هېواد دی، خو افغان زعفران بیا د کیفیت پلوه ترې مخکې دي.

تړلي موضوعات