د سیمنټو تولید برخه کې شاوخوا ۴۳میلیارده افغانۍ پانګونه جذب شوې
د افغانستان ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې یې هېواد کې د سیمنټو د تولید په برخه کې شاوخوا ۴۳میلیارده افغانۍ پانګونه جذب کړې ده.
اقتصادي معاونیت د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، د سیمنټو له درکه د افغانستان په ځان بسیاینې برخه کې د سیمنټو تولیدي فابریکو د بیرته فعالېدو تر څنګ د نویو فابریکو د جوړولو هڅې هم پیل کړې دي.
اقتصادي معاونیت ویلي، د بغلان غوري او پروان جبل السراج سیمنټو تولیدي فابریکو بیا فعالېدل او د کندهار شورا اندام، جوزجان یتیم تاق او هرات کې د سیمنټو فابریکو په جوړېدو د ۲۸ میلیارده افغانیو پانګونه یې د بېلګي په توګه یادولی شو.
د یاد معاونیت په خبره، د نویو فابریکو په جوړېدو سره به د سیمنټو د تولید کچه زیاته او هېواد به تر یوې کچې دې برخه کې په ځان بسیا شي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره تر بل هر وخت هڅې چټکې کړې دي او په دې برخه کې ګڼې هغه پروژې پلي کړې او یا هم تر کار لاندې دې، چې د هېواد په اقتصادي رغونه کې اساسي رول لري.