د پاکستان سوداګریز محدودیتونه به د هغه هېواد پر مخ د ګټې وټې لوی بازار وتړي!

د پاکستان سوداګریز محدودیتونه به د هغه هېواد پر مخ د ګټې وټې لوی بازار وتړي! سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ارشیف

د افغانستان او پاکستان د سوداګري او صنایعو ګډې خونې یا PAJCCI خبرداری ورکړی، که د پاکستان انحصاري سیاستونه دوام وکړي نو د ۲.۷۶ میلیارد ډالرو په ارزښت به د افغانستان بازار له لاسه ورکړي.

 

د یادې خونې رهبرۍ ناستې د پاکستان پر سیاستونو نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې دوام به یې د افغانستان ټوله سوداګري چابهار ته انتقال کړي.

 

د دغې خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان ټرانزیټي سوداګرۍ په اړه وروستيو محدودیتونو دوه اړخیزه سوداګري ۸۰  سلنه راکمه کړې ده.

 

د ګڼو تړونونو، ناستو او ژمنو سره سره بیا هم وخت ناوخت پاکستان خپلې دروازې د افغان سوداګرو پر مخ تړلي خو کابل اوس د انحصار له پخواني حالت راوتی، منځنۍ اسیا، چین، ایران، هند او اروپایې هېوادونه اوس هغه ګڼ انتخابونه دي چې افغان سوداګر یې د کراچۍ له بندره بې پروا کړي.

تړلي موضوعات