لوګر کې د سیمنټو تولیدي فابریکې جوړولو ۳۰ کلن تړون لاسلیک شو

لوګر کې د سیمنټو تولیدي فابریکې جوړولو ۳۰ کلن تړون لاسلیک شو سوداګرۍ او اقتصاد
لوګر کېیمنټو فابریکې جوړولو تړون

د ریاست الوزراء اقتصادي مرسیتال ملاعبدالغني برادر اخوند په شتون کې د کانونو او پټرولیم وزارت او ساکو افغان شرکت ترمنځ لوګر کې د سیمنټو د تولید فابریکې تړون لاسلیک شو.

 

دغه فابریکه چې د یاد ولایت التمور سیمه کې جوړېږي قرار دادي شرکت به پرې ۱۴۵میلیونه ډالره پانګونه کوي.

 

د دغې فابریکې په جوړېدو سره به په ورځني ډول ۲۵۰۰ ټنه سیمنټ تولید شي.

 

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره د ۶۲۳میلیونه ډالرو په ارزښت له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د سیمنټو د تولید په برخه کې د څلور سترو پروژو تړونونه لاسلیک شوي، چې دا مهال یې چارې په چټکۍ دوام لري.

تړلي موضوعات