روان کال ۴۳۸ زره مټریک ټنه د وریجو حاصلات راټول شوي

روان کال ۴۳۸ زره مټریک ټنه د وریجو حاصلات راټول شوي   سوداګرۍ او اقتصاد
افغانستان کې د وریجو حاصلات زیات شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، روان کال یې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د ترسره شوې سروې موندنې ښيي چې ۴۳۸ زره مټریک ټنه د وریجو حاصلات راټول شوي دي.

 

سرچېنې سږنی مقدار د تېر کال سره پرتله کړی او ویلي دي، د وریجو په تولید کې ۹.۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.


د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د سروې له مخې کندوز چې ۱۳۰ زره مټریک ټنه وریجو حاصلات لري، تر ټولو مخکې دی.

 

دا په داسې حال کې ده، چې په روان کال کې د غذایي موادو، کرنیز تخم او ضایعاتو په ګډون په هېواد کې ۷۰۵ زره مټریک ټنه وریجو ته اړتیا ده چې له ډلې ۴۳۸ زره مټریک ټنه حاصل يې په کور د ننه تر لاسه شوی.

تړلي موضوعات