افغانستان غواړي له روسيې سره د مايع طبيعي ګازو د لېږد تړون لاسليک کړي

افغانستان غواړي له روسيې سره د مايع طبيعي ګازو د لېږد تړون لاسليک کړي سوداګرۍ او اقتصاد

افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ د مرکز مشر رستم خبیبلین ويلي، چې کابل غواړي له روسي لوري سره له خپلې خاورې د ۵۰ میليون متر مکعب طبيعي مايع ګاز د ټرانزېټ په برخه کې تړون لاسليک کړي.

هغه د نووسټی خبري اژانس له خبريال سره په خبرو کې زياته کړې، چې «افغانستان غواړي د ۲۰۲۵ز کال لپاره د کازان په راتلونکې غونډه کې له روسيې سره هغه تړون لاسليک کړي، چې له مخې به يې جنوب ختيځې اسيا ته د افغانستان له خاورې ۵۰ مليون متر مکعب طبيعي ګاز ولېږدول شي».

خبيبلين دې ته اشاره کړې چې د روسي ګاز د لېږد دغه پروسه ښايي د زمکې له لارې د ګازو د ټانکرو په مټ ترسره شي.
د هغه په وينا وار له مخه لا په ازميښتي ډول په دې برخه کې د لېږد څو عمليې ترسره شوې هم دي.

افغانستان کې د روسيې د سوداګرۍ د مرکز مشر دغه راز وويل چې په ۲۰۲۳ز کې د کازان غونډې په ترڅ کې په کلنۍ توګه د روسيې د نفتي توليداتو د ۵۰ میليونه ټنو د لېږد تړون او په ۲۰۲۴ز کې د دوه مليونه ټنه روسي غنمو او اوړو د لېږد تړون لاسليک شول.

د نووسټي د خبريال په وينا تېره مۍ مياشت کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي وويل، چې هېواد يې د نفتو او نفتي توليداتو د واردولو په برخه کې له روسي شرکتونو سره لنډمهالي تړونونه ترسره کوي.
#حریت_راډيو

تړلي موضوعات