لوګر کې د نږدې ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو مدیریت پروژې بشپړې شوې
د اوبو انرژۍ وزارت وايي، روان کال لوګر کې د ۶۲ میلیونه ۳۲۴ زره افغانیو په لګښت ۱۷ بېلابېلې د اوبو تنظیم پروژې پلي شوې دي.
دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه وايي، یادې پروژې په مرکز پل علم، محمدآغې، ازرې، برکي برک او خروار ولسوالیو کې پلي شوې چې پکې د سربندونو، کانالونو، استنادي دېوالونو، کارېزونو او یو شمېر نورو پروژو جوړونه او بیارغونې برخې شاملې دي.
سرچېنه وایي، لګښت یې د لوګر ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست له پراختیایي بودیجې او نږدې نیم لګښت یې د همکارو مؤسسو له لوري ورکړل شوی دی.
هېواد کې د اسلامي امارت له بریا سره په ګڼو ولایتونو کې د اوبو تنظیم او مهار په موخه سلګونه پروژې پلي شوې چې دا مهال یې هېوادوال له ګڼو اسانتیاوو برخمن کړي دي.